پاکستان کې د جمهوريت وروستي سفیر نجيب الله علي خېل، د فضل فضلي د هغو خبرو په ځواب کې چې ويلي یې و، د افغانستان حکومت او پاکستان پوځي رژيم ترمنځ وروستۍ جګړه يواځې ننداره او تېر ايستنه وه ويلي، چې د افغانستان حکومت او د پاکستان پوځي رژيم ترمنځ اوسنی وضعیت د اټکل وړ وو او جګړه هم حقيقي وه.
علي خېل ويلي، حتی د جمهوریت له پرځول کېدو مخته او وروسته هم، د دواړو لوریو ترمنځ کشمکش و او اوس هم شته دی.
عليخیل چې د ټويټر په يوه سپېس کې یې خبرې کولې، هغه تحلیلونه رد کړل چې ګوندې د پاکستان او «طالبانو» ترمنځ روانه لانجه یوازې ننداره ده.
