د رياست‌الوزراء اداري مرستيال، ملا عبدالسلام حنفي د کور او ښار جوړولو د وزير، مولوي نجيب الله حيات حقاني په ملتیا ننګرهار ولایت ته سفر کړی.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلي حنفي دې سفر کې په ختيځ زون کې د کډوالو وضعیت له نږدې ارزولی او هغوی ته یې د ښو خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار کړی.

نوموړي دغه راز اړوندو وزارتونو ته لارښوونه کړې، چې کډوالو ته د نومرو وېش، د سړکونو جوړولو او د څښاک اوبو څاګانو وهلو په اړه لازم اقدامات ترسره کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version