
د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر د دغه ولایت اسلام کلا ګمرک کې د څلورو سترو پراختیايي پروژو د چارو د پیل خبر ورکړی.
سرچینې ویلي، په دغو پروژو کې د درېیو هنګرونو جوړول او د ګمرک د دېوال کټاره وهل شامل دي، چې ټولټال ۸۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
د دغو پروژو پلي کېدل به په اسلام قلعه بندر کې د ګڼه ګوڼې کمولو، د نظم رامنځته کولو او د ګمرکي خدمتونو د ښه کېدو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

