Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»اسماعیل خان او نږدې کړۍ یې د له‌ منځه‌ تګ له جدي ګواښ سره مخ ده
    تورې څېرې

    اسماعیل خان او نږدې کړۍ یې د له‌ منځه‌ تګ له جدي ګواښ سره مخ ده

    صابر افغانصابر افغان23 سپتمبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    اسماعیل خان چې د افغانستان لوېدیځ زون له پېژندل شویو او ناکامو سیاسي څهرو څخه دی، وروسته له هغې چې په ۲۰۲۱م کال کې د پخواني نظام د سقوط پر مهال د طالبانو له‌ لوري ونیول شو، بېرته خوشي او ایران ته ولاړ او په مشهد ښار کې یې پناه واخیسته. ایران ته له تګ وروسته یې هڅه وکړه خپل سیاسي دریځ بیا را ژوندی او د هېواد په سیاسي معادلو کې رول ادا کړي. ده کوښښ وکړ چې خپل همفکره او پخواني نږدې ملګري راټول کړي او د «مقاومت» تر نامه لاندې یو ځل بیا خپل دریځ ثابت کړي.

    خو وروستۍ پېښې ښيي چې دا هڅې نه یوازې کومه مثبته پایله نلري، بلکې د نوموړي د نږدې کسانو او کړۍ ترمنځ یې ژور اختلافات پیدا کړي دي. دا درز اوس دومره ژور شوی چې د دې ډلې د بشپړې تدریجي نابودۍ ګواښ یې تر بل هر وخت ډېر محسوسېږي.

    د دې ناورین یو تازه او څرګند مثال، په مشهد کې د اسماعیل خان د نږدې ملګري او قومندان «معروف غلامي» ترور دی. نوموړی داسې مهال ووژل شو چې د اسماعیل خان او حنیف اتمر ترمنځ هم جدي اختلافات راپورته شوي وو. له دې اختلافاتو دا څرګندېږي چې د حکومت مخالفین یو ګډ لید، واضح هدف او مشترکه تګلاره نه‌ لري.

    د غلامي ترور له څو اړخونو ارزول کېدای شي:
    ۱. پر اسماعیل خان فشار راوستل:
    معروف غلامي د اسماعیل خان د شبکې له مهمو غړو څخه و. د نوموړي حذف نه یوازې ددې شبکې د کمزوري کولو په معنی دی، بلکې دا ښکاره پیغام یې هم ورکړ چې که څوک د نورو مخالفو څهرو پر وړاندې درئږي، درانه تاوانونه به وګالي.

    ۲. د سیستماتیک حذف پیل:
    دا پېښه ښايي د یوه پلان‌ شوي بهیر پیل وي؛ داسې یوه لړۍ چې هدف یې د اسماعیل خان د نږدې کسانو تدریجي له‌ منځه‌ وړل دي. په ځانګړې توګه هغوی چې په تېرو میاشتو کې یې د مقاومت شوری له یو شمېر پیاوړو غړو سره د مشرتابه، لیدلوري او سیاسي تګلارو پر سر مخالفت کړی او هوکړې ته ورسره نه وو رسېدلي.

    ۳. داخلي اختلافات او د وطن‌ دوستۍ نه شتون:
    د دوی ترمنځ ټکرونه د سالم سیاسي فکر پر بنسټ نه دي، بلکې د شخصي قدرت‌ طلبۍ، ځان‌ غوښتنې او د شخصي ګټو په روحیه رامنځ ته شوي دي. دا هغه عوامل دي چې یو ځل یې پخوا افغانستان د کورنیو جګړو کندې ته وغورځاوه، نن هم دې همدې کړیو ترمنځ تکرارېږي. کله چې ملي ګتې شا ته وغوړځول شي، شخصي مقام او قدرت ته لومړیتوب ورکړل شي، په پایله‌ کې دوی خپل منځي دښمنۍ او حتی د یو بل تر فزیکي حذف پورې رسوي.

    ۴. نورو مخالفینو ته خبرداری:
    دا ترور نورو بهر مېشتو مخالفینو ته هم یو څرګند خبرداری دی، دا چې هېڅوک خوندي نه‌ دي. د پاریس، ویانا، مشهد او دوشنبې په څېر ښارونه او هېوادونه چې مخالفینو ته د امن پناه‌ ځایونو په توګه پېژندل کېدل، اوس له تاوتریخوالي ډکو داخلي رقابتونو او د خپل منځي وژنو په میدانونو بدل شوي دي.

    وروستي بدلونونه ښيي چې اسماعیل خان او نږدې کسان یې تر بل هر وخت زیات له نابودۍ سره مخامخ دي. دا وضعیت د دوی ترمنځ د شته نفاق، سیالۍ، ځان‌ غوښتنې او د ملي روحیې د نشتوالي پایله ده. د افغانستان ولس باید له دې تجربو زده‌کړه وکړي او نور باید هېڅکله په هغو څهرو خپل زړونه و نه تړي چې یوازې د خپلو شخصي ګټو په فکر کې دي. ځکه همدې کسانو پخوا هېواد په اور وسوځاوه، که نن بیا هم پر هغوی باور وشي، د تېرو ناخوالو د تکرار زمینه برابرولی شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالههرات کې د ۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې ۱۰ نویو تولیدي شرکتونو فعالیت پیل کړ
    راتلونکي مقاله پاکستانی متقاعد پوځي افسر، عادل راجا: د داعش خراسان ډلې مهم مشران د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې لیدل شوي

    مربوطه لیکنې

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه

    6 اکتوبر 2025

    د رباني ملت ځپونکې مبارزه او د هغه د زړورتیا دروغجن تاریخ

    27 سپتمبر 2025

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم بدنام ژوند لیک ته لنډه کتنه

    18 سپتمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 9 اکتوبر 2025

    ‏د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ګډو همکاریو پروتوکول لاسلیک شو

    پر سیاسي شنونکي سلیم پیګیر د برید په تړاو یو تن نیول شوی

    9 اکتوبر 2025

    فراه پوهنتون کې پر پنځوس جريبه ځمکه د څېړنيز فارم جوړېدو چارې پيل شوې

    9 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ‏د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ګډو همکاریو پروتوکول لاسلیک شو

    9 اکتوبر 2025

    پر سیاسي شنونکي سلیم پیګیر د برید په تړاو یو تن نیول شوی

    9 اکتوبر 2025

    فراه پوهنتون کې پر پنځوس جريبه ځمکه د څېړنيز فارم جوړېدو چارې پيل شوې

    9 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،043 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،992 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،034 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.