ټيليګراف ورځپاڼه: افغانستان کې د بې وزلۍ د زیاتېدو له امله د طالب مشرانو ترمنځ اختلافات ژور شوي
د ټول هېواد د فتحې او امريکايي اشغال د پای د څلورمې کليزې په پوره کېدو ځينو بهرنيو رسنيو د افغانستان د سرپرست حکومت په اړه بېلابېل راپورونه او تبصرې خپرې کړي، چې له دې ډلې بريټانوۍ ټيليګراف ورځپاڼه او اسوشټيد پرېس خبري اژانس هم دي.
اسوشټېد پرېس اژانس د سرپرست حکومت ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو په پای ته رسېدو او د حکومت د مشرتابه د واک په لا ټينګښت بحث کړی دی.
دغه اژانس د اختلافاتو د نه شتون يو دليل دا هم ويلي، چې د حکومت مشرتابه هره پرېکړه کوي او مسؤلين یې هم ورسره په دې اړه کوم اختلاف نه لري او مني يې.
ها خوا بيا بريتانوۍ ټيليګراف ورځپاڼې د افغانستان د سرپرست حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو له زياتېدو خبر ورکړی دی.
دې ورځپاڼې ادعا کړې، چې د افغان حکومت يوه مشر د نوم نه ښودلو په شرط ورته ويلي، چې افغانستان کې د بې وزلۍ د زیاتېدو له امله د حکومت دننه اختلاف زيات شوي دي.
ياده دې وي، چې وخت ناوخت ځينې رسنۍ او سازمانونه د سرپرست حکومت ترمنځ د اختلافاتو د شتون ادعاوې کوي؛ خو يادې ادعاوې نه يواځې د حکومت مشرانو او مسؤلينو په کلکه رد کړي، بلکې د اسوشټېد پرېس په څېر ګڼو نورو رسنیو او بنسټونو هم په خپلو څېړنو کې د سرپرست حکومت ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو ادعا سمه نه ده بللې.