د هېواد دفاع وزارت وایي، د سرحدي او ځانګړو قطعاتو ۲۸ تنه ځوان منسوبین یې، د میلان کانکورس رهبري شوي راکټ له مسلکي زدهکړو فارغ شول.
د دغو ځواکونو د فراغت مراسمو کې د ستر درستیز د توپچي رئیس او د دفاع وزارت یو شمېر نورو مسئولینو او منسوبینو ګډون کړی وو.
مسئولینو فارغانو ته وینا کې پر اطاعت ټینګار کړی، او ویلي یې دي، چې د «جهاد» اساسي موخه د اسلامي نظام ټینګښت او پیاوړتیا ده.
په ورته مهال فارغانو ژمنه کړې، چې ورسپارل شوي مسئولیتونه به په صداقت، امانتدارۍ او ښه ډول سر ته رسوي.
