د اېبيسي نیوز رسنۍ د راپورله مخې داسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي نن دوشنبه اعلان وکړ، چې هېواد یې د فلسطین دولت په رسمیت پېژني.
سرچينه وايي، چې هغه ویلي، چې دغه پرېکړه به په رسمي توګه په راتلونکې سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې اعلان شي.
ياده دې وي، چې تر دې وړاندې بريتانيا، فرانسې، کاناډا او ګڼ شمېر نورو هېوادونو هم د فلسطين دولت په رسميت پېژندو پرېکړه کړې، چې د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې به اعلان شي.