د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي، چې افغان دفاعي ځواکونه د خپل هېواد د هر لوېشت خاورې دفاع او ساتنې ته ژمن دي.

هغه ویلي، هیڅ‌ څوک دې د افغانستان د خاورې د کومې برخې په اړه اندیښنه نه کوي.

د ښاغلي خوارزمي په خبره د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې ټوله خاوره د امنیتي ځواکونو تر کنترول لاندې ده او د ځينو صعب العبوره سیمو د ساتنې لپاره هم ځانګړې «ژمنتیا» شتون لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version