مشهور افریقایي لیکوال، علي ناصر د افغانستان او پاکستان پوځي رژیم ترمنځ روانې جګړې ته غبرګون ښودلی.

هغه د پوښتنې په ډول پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې طالبانو خو امریکا په ګونډو کړې، پاکستان څوک دی؟

وړاندې یې د پاکستاني رژیم تېر تاریخ ته په اشارې زیاته کړې چې د ښکار سپي (پاکستان) وژل د ښکارزن (افغانستان) تر وژلو ډېر اسانه وي.

هغه خپله لیکنه په دې شعار سره چې «ژوندی دې وي افغانستان!» پای‌ته رسولې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version