د بشر حقونو نړيوال بنسټ پکتيا کې د پاکستاني رژيم له لوري د عامو خلکو کورونه په نښه کول او شهيدانول په کلکه غندلي او دا یې د قوانينو ښکاره سرغړونه بللې ده.
ياد بنسټ ويلي، چې پاکستاني رژيم نن ماښام اووه بجې د پکتيا ډنډ پټان ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د عامو خلکو کورونه په نښه کړي دي.
د لومړنيو معلوماتو له مخې په دې بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۴ یې شهيدان او ۱۶ نور ټپيان شوي.
ياده دې وي، چې د افغان ځواکونو له لوري له پرون راهسې په انتقامي بریدونو د پاکستان لوري ملکي وګړو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
