Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»افغانستان انټرنېشنل؛ د ژورنالیزم په نوم د دروغو خپرول او ناسم تبلیغات
    لیکني

    افغانستان انټرنېشنل؛ د ژورنالیزم په نوم د دروغو خپرول او ناسم تبلیغات

    عمران آغاعمران آغا5 اپریل 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    رسنۍ د معلوماتو د خپرولو او عامه پوهاوي د مهم رکن او ستنې په توګه ټولنې ته د واقعیتونو د لېږد او د معلوماتو د انتقال دروند او ګواښونکی مسؤولیت پر غاړه لري. دا مسؤولیت یواځې تر خبر رسونې پورې محدود نه‌ دی، بلکې دیني، ټولنیز او اخلاقي ارزښتونه هم له ځان سره رانغاړي.

    خو کله چې د افغانستان انټرنېشنل(په سمه بڼه شیطان انټرنېشنل) په څېر، د واقعیتونو د تحریف، دروغ جوړونې، د نفاق د خپرولو او تبلیغاتو په وسیله بدله شي، بیا یوه د باور وړ خبري سرچینه نشي بلل کېدلی.

    دا شبکه نه یواځې دا چې د ژورنالیزم مسلکي اصول او بې پرې والی نه مراعتوي، بلکې په بار بار یې جعلي او معکوس خبرونه خپاره او لږ وروسته یې په بل خبر رد کړي دي.

    افغانستان انټرنېشنل د رښتینو تحلیلونو او مستندو خبرونو پر ځای، تر ډیره په افغانستان کې قومي، ژبنيو او مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي. دا شبکه هېڅکله د افغانستان د پرمختګ، بیارغونې او مثبتو لاسته راوړنو خبرونه نه خپروي او سترګې ورباندې پټوي. د دوی د نشراتي محتوا ټول تمرکز د هېواد په بدنامولو، ناسم انځورولو او منفي تبلیغاتو دی. دا ډول کړنې او چلند د دې رسنۍ د سیاسي او مغرضانه موخو ښکاره ثبوت دی چې حقیقت موندنې او شفافیت ته هېڅ ډول ژمنتیا نه لري.

    د دې شبکې یوه بله لویه کمزورې نکته دا ده چې بیا بیا جعلي خبرونه خپروي او وروسته یې په غیر مستقیم ډول په خپله ردوي. ډیر ځله داسې پېښه شوې چې یو خبر یې له شور او تبلیغاتو سره خپور کړی، خو کله یې چې ناسموالی روښانه شي، پرته له دې چې مسؤلیت ومني، په ځای یې بل بدیل خبر خپور کړی دی. دا ډول چلند څرګندوي چې دا شبکه حقیقت او ریښتیا ته ژمنتیا نه لري، بلکې عامه افکارو ته د لوري او جهت ورکولو په موخه له اطلاعاتي فضا څخه ناوړه ګټه اخلي.

    یوه رښتینې رسنۍ باید د نظریاتو د تبادلې لپاره آزاد بستر او محل وي، خو د شیطان انټرنېشنل(کارپوهان) هېڅکله د مخالفو نظرونو د بیان اجازه نه ورکوي. د دې شبکې د خبرو اترو په پروګرامونو کې که یو مېلمه د دوی له ټاکل شوې تګلارې سره مخالف نظر وړاندې کړي، یا یې خبرې پرې کېږي یا یې نظر د خپرونې د چلوونکو له لوري تحریف او لاس وهلی کیږي.

    دا غیرمسلکي او غیراخلاقي چلند، د استبدادي او سانسور شویو رسنیو په څېر دی چې یواځې یو ټاکلی او له مخکې تنظیم شوی روایت خپروي.

    د دې رسنۍ بله مهمه نیمګړتیا د باور وړ سرچینو نه کارول او په نامعلومو او مشکوکو راپورونو استناد کول دي.

    د افغانستان انټرنېشنل ډېری راپورونه د کره سرچینې له یادولو پرته خپریږي، یا یې سرچینې مبهمې او یا تائید شوې نه وي. دا طریقه د پروپاګندي رسنیو او ژیړ ژورنالیزم څرګنده بېلګه ده، چې موخه یې اطلاع رسول نه، بلکې بې لارې کول دي.

    له دومره رسنیزو سرغړونو سره سره، د حیرانتیا وړ دا ده چې افغانستان انټرنېشنل څرنګه د نړیوالو رسنیزې جایزې لپاره نوماند کېږي؟ دلته دا پوښتنه هم راپورته کېږي چې آیا دې جایزو ته د نوماندۍ معیارونه د مسلکي ژورنالیزم پر بنسټ دي، که د سیاسي ګټو او ځانګړو تګلارو پر اساس؟

    په دې وروستیو کې وان ورلډ میډیا (One World Media) اعلان کړی چې افغانستان انټرنېشنل د ۲۰۲۵م کال د رسنیو د آزادۍ جایزې ته نوماند شوی او د جایزې د ترلاسه کولو لپاره به داورۍ پړاو ته لاړ شي.

    دا پرېکړه د رسنیو د ارزونې د دوه‌ ګونو معیارونو او متناقضو اصولو یوه بله بېلګه څرګندوي. یوه داسې رسنۍ چې په ځلونو د دروغو، ناسمو تبلیغاتو، د واقعیتونو د تحریف او د نفاق خپرولو تورونه پرې لګېدلي وي، دا څنګه کېدای شي چې د رسنیو د آزادۍ د جایزې وړ وګڼل شي؟

    دا اقدام نه یواځې دا چې غیرمسلکي دی، بلکې هغو رسنیو ته مشروعیت ورکوي چې واقعیت د سیاسي موخو لپاره قرباني کوي. دا ډول اقدامات د رسنیزو جایزو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي او دا څرګندوي چې ځینې وختونه رسنیزې جایزې د وړتیا پر بنسټ نه، بلکې د پردې تر شا د پټو سیاسي اجنډاوو او ځانګړو ګټو پر اساس ورکول کېږي.

    افغانستان انټرنېشنل ددې پر ځای چې یوه ریښتینې خبري شبکه اوسي، د تبلیغاتو، پروپاګند او د افغان ولس پر ضد د رواني جګړې وسیله ګرځېدلې. پر ناورینونو یو اړخیز تمرکز، له سرچینې پرته د خبرونو خپرولو، د واقعیتونو تحریف او د مخالفو نظرونو د بیانولو مخنیوي، دا شبکه د یوې خپلواکې رسنۍ پر ځای، په یوه تبلیغاتي او تخریبي مرکز بدله کړې ده.

    افغانستان په داسې حالاتو او وضعیت کې دی چې مسلکي، مسؤولو او ژمنو رسنیو ته اړتیا لري؛ نه داسې رسنیو ته چې دروغو، نفرت خپرولو او د ملي یووالي کمزوري کولو ته یې کار ویلای وي او د همدې لپاره هڅه کوي.

    کومې رسنۍ چې د ولس د باور وړ نه وي، که ژر وي او یا پس، د ټولو تبلیغاتي پروپاګندي وسیلو په څېر د نابودۍ او مطلقې باورۍ له برخلیک سره مخ کېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهافغانستان انټرنېشنل؛ د ژورنالیزم په نوم د دروغو خپرول او ناسم تبلیغات
    راتلونکي مقاله د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: په هرات ولایت کې د بام هرات تفریحي کمپلکس جوړولو طرحه تائید شوه

    مربوطه لیکنې

    د امن او ثبات اختر؛ د قربانیو ثمره او د سوکالۍ هیله

    9 جون 2025

    شر غوښتونکي مخالفین؛ امن او باثباته افغانستان لار ورکي کړي دي

    7 جون 2025

    په غزه کې د نسل وژنې پر وړاندې د افغانانو غږ

    30 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 10 جون 2025

    د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ریاست: د اختر په ورځو کې تر ۱۰۰زره زیاتو سیلانیانو له پنجشېر څخه لیدنه کړې

    د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، چې د لوی اختر له لومړۍ ورځې…

    مولوي سیف‌ الاسلام خیبر: هغو مېله‌والو چې تېره ورځ یې نورستان ولایت کې بې‌نظمي کړې وه، د امربالمعروف ریاست او امنیه‌ قومندانۍ په ګډو هڅو نیول شوي

    10 جون 2025

    د اتریش په یوه ښوونځي کې وسله‌وال برید شوی چې په ترڅ کې یې لس تنه وژل شوي

    10 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ریاست: د اختر په ورځو کې تر ۱۰۰زره زیاتو سیلانیانو له پنجشېر څخه لیدنه کړې

    10 جون 2025

    مولوي سیف‌ الاسلام خیبر: هغو مېله‌والو چې تېره ورځ یې نورستان ولایت کې بې‌نظمي کړې وه، د امربالمعروف ریاست او امنیه‌ قومندانۍ په ګډو هڅو نیول شوي

    10 جون 2025

    د اتریش په یوه ښوونځي کې وسله‌وال برید شوی چې په ترڅ کې یې لس تنه وژل شوي

    10 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،953 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،885 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،877 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.