د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي د بېلاروس د صنعت له وزیر سره په لیدنه کې په افغانستان کې د تولیدي کارخونو د جوړولو او د افغانستان–بېلاروس سوداګریز فورم د منظم جوړېدو په اړه خبرې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ د رسمي سفر پر مهال د بېلاروس د صنعت له وزیر سره لیدلي او د اقتصادي کمېسیون د مطرح شویو موضوعاتو د تعقیب په اړه یې هم بحث کړی دی.
د بېلاروس لوري په دغه لیدنه کې افغانستان ته د تولیدي شرکتونو، په ځانګړي ډول د تراکتورونو او د کانونو د استخراج په برخه کې د کارېدونکو ماشینونو او وسایطو د تولیدونکو شرکتونو د نمایندګیو د لېږد لېوالتیا ښودل شوې ده.


