د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرتالله جمال په کابل کې د قطر له سفیر ډاکټر علي مردف القاشوطي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د ګرځندویي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د افغانستان د طبیعي، تاریخي او سیاحتي جاذبو د معرفي کولو او د ګرځندویي همکاریو لپاره د رسمي چوکاټ د رامنځته کولو موضوع هم مطرح شوې ده.
د قطر سفیر د دواړو هېوادونو د فرهنګي اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یې د دوامدار تعامل غوښتنه کړې ده.


