د افغانستان بانک د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د بيو ثبات او د اسعارو د مبادلې د نرخ ساتنه د ياد بانک له اساسي موخو څخه دي او د تېر په څېر د بيو ثبات او د افغانۍ د ارزښت ساتنې په موخه اړين اقدامات ترسره کوي.

ياد بانک همدا راز ويلي چې په پولي بازارونو کې تغيرات د نورو هېوادونو په څېر يو طبيعي او معمول اقتصادي حالت دی، او هېوادوال دې په دې اړه اندېښنه نه کوي.

د افغانستان بانک دغه راز ډاډ ورکړی چې په کافي اندازه مالي سرچينې په واک کې لري، او د پولي بازارونو او مالي بنسټونو د اسعاري اړتياوو د پوره کولو لپاره اړين اقدامات ترسره کوي.

ياد بانک زياته کړې د هېواد پولي او مالي بازارونه په دقيقه توګه څاري او د هر ډول ناوړه ګټه اخيستنې په وړاندې لازم اقدامات ترسره کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version