د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه په خپره شوې بیانیه کې راغلي؛ ترکيه کې د حفظ او حسن قرائت د نهمې دورې په نړيوالې سيالۍ کې د افغانستان اسلامي امارت په استازولۍ ګډونوالو درېيم او څلورم مقامونه ګټلي.

یاده سيالي هر کال په ترکيه کې د شاوخوا پنځوس اسلامي هيوادونو ترمنځ ترسره کېږي، چې سږ کال د افغانستان په استازولۍ قاري عبدالرب ایوبي په حسن قرائت کې درېيم مقام او قاري شفیق اميني د قرانکريم د حفظ په برخه کې څلورم مقام خپل کړی دی.

د یادونې وړ ده چې افغانستان لپاره د پنځوسو هېوادنو له منځه د درېیم او څلورم مقام ګټونکي ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت له‌خوا په مادي او معنوي ډول ستایل شوي هم دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version