نړۍ له څلورو برخو جوړه ده؛ درې یې د اوبو تر پوښښ لاندې دي چې له سمندري حیواناتو پرته د انسان د ژوند لپاره مناسبې نه دي، تنها یوه برخه یې وچه ده چې انسانان او د وچې حیوانات پکې ژوند کوي.
د ځمکې دا وچه برخه د نړۍ په نقشه کې پر بېلابېلو هېوادونو وېشل شوې ده، هر هېواد بیا د خپل موقعیت له مخې ځانګړي امتیازات، امکانات، نیمګړتیاوې او اړتیاوې لري.
ځینې هېوادونه د مناسب اقلیم، حاصل خېزو ځمکو او پراخو زراعتي سرچینو درلودونکي دي، ځکه خو د چټک پرمختګ شاهدان دي او د نړۍوالې ټولنې پام هم ډېر ور اوړي.
د ځمکې په سر داسې هېوادونه هم شته چې له بده بخته ډیرې کمې طبیعي زیرمې لري، له روانو اوبو او سمندرونو لیرې پراته دي. دې حالت د واکمنو لپاره د اقتصادي چارو اداره ستونزمنه کړې ده، ډیر وخت د نورو په ځانګړي ډول د ګاونډیو او نړۍوالو مرستو او ملاتړ ته مجبور وي.
داسې هېوادونه هم شته چې د خپلو شتمنیو، قیمتي فلزاتو او کانونو د درلودو له امله کلونه، کلونه د اشغال، جګړو او نا امنۍ قربانیان شوي، دښمنان یې د شتمنیو د لوټ او چور لپاره د توپونو او ټانکونو په بدرګه ورغلي دي. طبیعي ده چې له هر بدلون او تحول وروسته باید یوه اندازه وخت ورکړل شي تر څو یو هېواد په خپلو پښو ودریږي، د بیا رغونې او پرمختګ په لور حرکت وکړي. په دې مرحله کې نړۍوال ملاتړ اړتیا لري ترڅو تازه دمه واخلي او د نوي حرکت ځواک ومومي.
خو دا اړتیا تلپاتې نه ده، دا هېوادونه یواځې تر هغې مرستو ته اړتیا لري چې له کړکېچ او ناورین ووځي، د تیرې خونړۍ او ویجاړوونکې دورې تاوانونه جبران کړي؛ خو دا یو ناسم فکر دی چې د ددې ملتونو بقاء یواځې پر نړۍوالو مرستو ولاړه ده او که دا مرستې بندې شي، هر څه ګډوډ او له منځه ځي.
که په انصاف قضاوت وشي، د اشغال پر مهال له افغانستان سره په بېلابېلو نومونو بې سارې نړۍوالې مرستې وشوې، دومره ډیرې چې له اوسني حالت سره د پرتلې وړ ندي. خو دا مرستې په سمه لاره ونه لګول شوې، یا د زورواکو جېبونو ته لاړې، یا د فساد ښکار او وخوړل شوې.
هغه څه چې د هېواد د بیا رغونې او زیربناوو جوړېدو لپاره ځانګړي شوي وو، د شخصي ګټو قرباني شول او اصلي مستحقینو یې د بوی احساس هم ونه کړ. نن هماغه کسان د افغانستان د بیا رغونې لپاره د نویو مرستو په اړه نظریات وړاندې او د بندېدو له امله یې خوشحالۍ کوي.
له دې هر څه سره، سره د یوه نظام پایښت د خلکو پر ملاتړ ولاړ دی، نه د بهرنیو مرستو پر دوام. نړۍوالې مرستې عموماً د اصولو او نړۍوالو قوانینو پر بنسټ کېږي، واکمن نظام ورباندې ډېره اغېزه نه لري. دا فکر چې ګویا له بهرنیو مرستو سره یو نظام پاتې کېږي یا یې په نه شتون کې ړنګېږي، یو خام فکر او سطحي لید دی چې د درلودونکي فکري خاموالی څرګندوي.
نننی افغانستان تر بل هر وخت ډیر پر خپلو پښو ولاړ دی، د خپلو کورنیو امکاناتو او طبیعي زیرمو په کارولو سره یې د جګړو د وخت ځینې تاوانونه او وروسته پاتې والی جبران کړي دي. له همدې امله په ډاډ سره ویلی شو چې د نړۍوالو مرستو بندېدل نشي کولای افغانستان زیانمن یا یې په ملا خم کړي.
لکه څنګه چې د اشغال پر مهال ملیاردونه ډالر د غیر ديني او غیراخلاقي پروګرامونو پر تطبیق ولګېدل، خو بیا هم دې ملت دوکه ونه خوړه او نه د دښمن مزدور شو، نن هم د دې سیاسي مرستو نه شتون، دا ملت د خپلواکۍ او استقلال له آرمان څخه نشي په شا کولای او نه هم د پردیو لاس وهنې ورباندې منلای شي.
یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.