د اسلامي ملي اردو نښانویشتونکو نن (پنجشنبه) ماسختن ۸:۰۰ بجې د کونړ شلتن ولسوالۍ اړوند «واړه سر» سیمه کې پر پاکستاني ملېشو بریدونه کړي.
سیمهییزې امنیتي سرچینې هندوکشغږ ته وایي، چې دغو بریدونو کې دوه پاکستاني ملېشې ځای پر ځای هلاک شوي دي.
هېره دې نه وي، چې دا هغه پوستې دي چې وخت ناوخت به یې له فرضي کرښې دې غاړې پر عامه خلکو ړندې مرمۍ را ویشتلې.
