افغاني سره میاشت خبر ورکوي چې د يادې‌ ټولنې روغتيايي مرکزونو او سيار ټيمونو تېره میاشت اروزګان کې د اته زره ناروغانو وړیا درملنه کړې ده.

د يادې ټولنې مسوولینو په خبره د دغو ناروغانو له ډلې یې د ۶۲۴ امېدواره میندو درملنې سربېره پر خوارځواکۍ اخته ۷۸۵ ماشومانو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

په ورته وخت کې یو شمېر ناروغان او ناروغ لرونکي د دغه ډول وړيا پروګرامونو او روغتیايي مرستو د دوام غوښتونکي دي.

افغاني سره مياشت دا اقدام په داسې حال کې کوي چې، تر دې وړاندې د اروزګان مرکز ترینکوټ او یو شمېر ولسوالیو لرې پرتو سیمو اوسېدونکو روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي غوښتنه کړې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version