په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت په يوه خبرپاڼه کې وايي چې د ياد سفارت چارسمبالي فضل محمد صابر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال احمد قربانوف سره کتلي دي.

سرچينه زياتوي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکو همکاریو ترڅنګ، د ټاپي، ټاپ، او اوسپنې پټلۍ پروژو، سوداګرۍ، او افغان کډوالو ته د اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې کړې دي.

همداراز، دواړو خواوو دوه‌اړخیزې اړیکې مهمې بللي او پر لا پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version