د افغان حکومت د ویاند دفتر له لوري په يوه خپره شوي اعلاميه کې د پېښور د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانیه مدرسې د استاد، شیخ محمد ادریس د ترور کېدو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

خپره شوې اعلامیه کې، پر نوموړي شوی برید په کلکو ټکو غندل شوی او دا ډول پېښې د اسلام او علماوو د دښمنانو کار بلل شوی.

په اعلامیه کې راغلي چې مولانا محمد ادریس یو جید عالم، تکړه استاد او د زرګونو علماوو روزونکی و او د هغه ترور کېدل نه یوازې د هغه د کورنۍ او شاګردانو لپاره، بلکې د ټول علمي کهول او اسلامي نړۍ لپاره یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه ده.

افغان حکومت د نوموړي لپاره د جنت الفردوس دعا کړې او د هغه له کورنۍ، خپلوانو او شاګردانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version