
افغان حکومت وايي د اوربند د غځېدو په اړه يې هېڅ رسمي غوښتنه نه ده کړې؛ خو مقابل لوري له بېلابېلو چینلونو څخه د اوربند د غځېدو تمه ښودلې ده.
افغان حکومت په دې اړه ويلي، چې د دوی دریځ روښانه دی «که پر موږ برید ونشي، موږ هم برید نه کوو، خو د خپلې خاورې د دفاع لپاره چمتو یو.»
دغه راز تېره شپه د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف هم په خپلو څرګندونو کې د اشارې په ډول د اوربند د غځېدو غوښتنه وکړه او د ستونزو د حل لپاره یې پر تفاهم او خبرو ټينګار وکړ.