د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې، له بنګلهدېش څخه د پنځوس اوریزو لوبو لړۍ درې پر صفر وګټله.
افغان لوبډلې دې لوبه کې لومړۍ توپوهنه وکړه، چې په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۲۹۴ منډو هدف کېښود.
بنګالۍ لوبډلې د هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله او ټول لوبغاړي یې په ۹۳ منډو وسوځېدل.
د افغان لوبډلې په ګټه توپ اچونه کې ځوان لوبغاړې بلال سمیع د پنځو ویکټو په ترلاسه کولو او ابراهیم ځدران بیا د ۹۵ منډو په جوړولو سره تر نورو ښه وځلېد.