‏د قزاقستان د سیمه‌ییزې ایکولوژیکې سرمشریزه کې، افغان پلاوي د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو او د چاپېریال ساتنې په برخه کې پر پراخې سیمه‌ییزې همکارۍ ټینګار کړی دی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د خبرپاڼې له مخې، افغان پلاوي ویلي چې افغانستان د اقلیمي بدلون، د اوبو کمښت، د ځمکې د تخریب او د یخچالونو د ویلې کېدو له جدي ګواښونو سره مخ دی او د دې ستونزو حل یوازې د ګډو سیمه‌ییزو هڅو له لارې ممکن دی.

په دې سرمشریزه کې افغان پلاوي، چې مشري یې مولوي مطیع الحق خالص کوله له نړۍوالو او سیمه‌ییزو شریکانو غوښتي چې د اقلیمي تمویل کچه لوړه کړي، د شنو او نوې ټکنالوژۍ کارونه پراخه کړي، د وختي خبرداري سیسټمونه پیاوړي کړي او د طبیعي سرچینو د اغېزناک او دوامدار مدیریت لپاره عملي ګامونه واخلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version