کورنيو چارو وزارت وايي، چې خليفه سراج الدين حقاني په کابل کې د دودیزې غېږنیونې د نړیوالو سیالیو له ګډونوالو سره کتلي او د هغوی هرکلی یې کړی دی.
نوموړي د ورزشکارانو راتګ د هېواد د پرمختګ او مثبت تصویر نښه وبلله او ویې ویل چې هغوی دې د افغانستان د سولې او ورورولۍ پیغام خپلو هېوادونو ته یوسي.
ښاغلي حقاني همدارنګه د المپیک، بدني روزنې او ورزش ادارې او تنظیموونکو له هڅو هم مننه کړې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی.
