سرچینو هندوکشغږ ته ویلي، چې افغان دفاعي ځواکونو تېر ماسختن ۷:۴۰ بجې د باجوړ ایجنسۍ «لغړۍ سکاوټ» سیمه کې د پاکستاني عسکرو پر کمپ دقیق توپچي بریدونه کړي.
د رسېدلو معلوماتو له مخې، د ډي سي توپ توغول شوې مرمۍ پر هدف لګېدلي دي، خو د تلفاتو په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.
له دې سره هممهاله افغان نښانویشتونکو د کونړ منورې ولسوالۍ «غاښې پاس کنډو» سیمه کې پر فرضي کرښه د پاکستاني رژیم پر پوستو برید کړی.
دې برید کې د لږ تر لږه یوه پاکستاني عسکر هلاک کیدل تائید شوي دي.
