د افغانستان بانک وایي، د دې بانک د عالي شورا غونډه کې د پولي سیاستونو، بانکي سکټور او مالي ثبات پر موضوعاتو خبرې شوې دي.
د یاد بانک رئیس نوراحمد اغا ویلي، افغانۍ د تېر کال پرمهال خپل ثبات ساتلی و او د ډالرو پر وړاندې یې ارزښت ۱۰.۷۷ سلنه لوړ شوی دی.
د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې، نوموړي زیاته کړې چې د بانکونو شتمنۍ هم د وړم کال په پرتله ۴.۶۹ سلنه زیاتې شوې دي چې د بانکي سکټور د پیاوړتیا او د خلکو د باور د زیاتېدو څرګندونه کوي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک عالي شورا په کال کې څلور ځل غونډې کوي، چې پهکې د هېواد د پولي او مالي ثبات لپاره بنسټیزې پرېکړې کېږي.
