
ملي دفاع وزارت وایي، نن سهشنبه د ماسپښین شاوخوا ۲:۲۰ بجې د خوست ولایت په مستربل سیمه کې د افغان دفاعي ځواکونو لهخوا د پاکستان د پوځي رژیم یوه کوچنۍ کشفي بېپیلوټه الوتکه (ډرون) په نښه او نسکوره شوه.
سرچینه زیاتوي، چې یاده کشفي الوتکه د سیمې پر فضا د څارنې په موخه الوتنه کوله، چې د افغان ځواکونو له لوري تر دقیق تعقیب وروسته په بریالیتوب سره له منځه یووړل شوه.

