Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د افغان حکومت په ضد د پاکستان او نيابتي ډلو تازه همغږي
    تبصرې

    د افغان حکومت په ضد د پاکستان او نيابتي ډلو تازه همغږي

    صابر افغانصابر افغان3 مارچ 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په داسې حال کې چې د سیمې امنیتي وضعیت له یوه حساس او نازک پړاو څخه تېرېږي، د پاکستان د استخباراتي او سیاسي دستګاه وروستي خوځښتونه ښيي چې دغه هېواد یو ځل بیا د افغانستان د ثبات پر وړاندې له خپلو زړو مهرو څخه کار اخلي. دا ځل اسلام ‌آباد له هغه تش په نوم مقاومت ‌ډلې او نورو سیاسي مخالفینو سره لاس یو کړی چې یوازې د افغان حکومت د را پرځولو او ګډوډۍ خوبونه ویني. دا عادي سیاسي ناستې نه دي، بلکې د افغانستان د حریم د نقض او د افغانستان پر نظامي بنسټونو د بریدونو لپاره د یوې استخباراتي همغږۍ او همکارۍ پیل دی.

    کره او مستند استخباراتي معلومات روښانه کوي چې د کابل پر ځینو ستراتیژیکو او نظامي مرکزونو د وروستیو هوايي بریدونو تر شا د هغو کسانو ناپاک لاس دی چې ځانونه د «مقاومت جبهې» غړي بولي. دا کسان د خپلو شخصي ګټو او د واک د حرص لپاره د هېواد د مهمو نظامي بنسټونو دقیق کوردینات نېغ په نېغه د پاکستان پوځ او استخباراتو ته سپاري، چې دا د افغانستان پر ملي حاکمیت د تېري په برخه کې د پردیو مزدورو ډلو مستقیمه همکاري ده او د تاریخ په تورو پاڼو کې به د ملي خیانت په توګه ثبت شي.

    د دیپلوماتیکو موازینو په خلاف، اوس دا معامله تر پټو ناستو وتلې او په څرګند ډول ترسره کېږي. باوري سرچینې تائیدوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او استخباراتي بنسټونو چارواکي په منظمه توګه هره اوونۍ د مقاومت د نیابتي جبهې له مطبوعاتي ټیم سره ډله ییزې انلاین ناستې کوي. په دې ناستو کې نه یوازې دا چې هغوی ته تبلیغاتي لارښوونې کېږي، بلکې د روانو حالاتو په اړه ورته ځانګړي استخباراتي تګلارې ښودل کېږي، ترڅو د افغانستان د اوسني نظام پر وړاندې خپله زهري تبلیغاتي جګړه منظمه کړي او د پردیو اجنډا ته لاره هواره کړي.

    د مقاومت او نورو مخالفو ډلو غړو د پاکستان – افغانستان له نښتو سره هم مهاله پاکستان ته خپله وفاداري ثابته کړې، هغه وفاداري چې د پاکستان له استخباراتي بنسټونو سره د دوامداره اړیکو ساتلو په هدف د پاکستان په ګټه او د افغانستان په خلاف د تبلیغاتي فعالیتونو او دریځونو له لارې ثابتېږي. د پاکستاني پوځ پلوه آدرسونه او استخباراتي پاڼې هم چې تر ډېره له افغانستان سره په مطبوعاتي او رواني جګړه ښکېلې دي، د تش په نوم مقاومت جبهې سره د توافقاتو او نږدې همغږۍ پر بنسټ، د دغه ډلې خیالي فعالیتونو ته کمپاین کوي او غواړي وښيي چې په افغانستان کې بې ثباتي ده او امنیتي وضعیت سم نه دی.

    پاکستان له یوې خوا له نړۍ سره د ترهګرۍ(!) په نوم د مظلومیت لوبې کوي، خو له بلې خوا د افغانستان پر هوايي حریم د یو غاصب او اشغالګر رول لوبوي. دا چې پاکستان په آزاده توګه انتخابي بریدونه کوي، اصلي لامل یې هغه کره اطلاعاتي لاسنیوی دی چې د مقاومت په نوم نیابتي ډله یې په پټه او ښکاره ورسره کوي. اسلام‌ آباد هڅه کوي چې د فشار له دې نامشروع وسیلې کار واخلي ترڅو افغانستان تسلیمۍ ته اړ کړي، خو په حقیقت کې اوس افغانستان نه، بلکې پاکستان د تسلیمۍ پړاو ته رسېدلی.

    د افغانستان د اوسني ثبات په نښه کول او د هېواد د تاریخي دښمنانو په غېږ کې مېشت مخالفین، په ځانګړې توګه مقاومت جبهه د سیاسي او اخلاقي زوال وروستي حد ته رسېدلي. دا ډله اوس د یوې سیاسي جبهې پر ځای په بشپړه توګه د پاکستان د استخباراتو په یوې مطبوعاتي او عملیاتي څانګې بدله شوې ده. پاکستان باید پوه شي چې د ماتې خوړلو مهرو بیا کارول او د افغان حکومت د مخالفینو پالل به د دوی لپاره کومه ستراتیژیکه ګټه ونه لري، بلکې په سیمه کې به د نوي ناورین پړه یوازې او یوازې د دوی په غاړه وي.

    مخکینۍ مقالهافغان ځواکونو خوست ولایت کې د پاکستاني رژیم کشفي ډرون الوتکه په نښه کړې
    راتلونکي مقاله دیني عالم، مولانا محمد خان شیراني: د پاکستان حاکم رژیم سیمه کې د لویدیځ د ګټو ساتنې دنده پر غاړه لري

    مربوطه لیکنې

    د اسلام‌اباد یو اړخیزه ډیپلوماسي؛ پاکستان د امریکا د ګټو لپاره د منځګړي نقاب اغوستی و​په اسلام اباد کې د پاکستان په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ د ۲۱ ساعتونو ناکامه مذاکرات د دې پر ځای چې د سیمې د ثبات لامل شي، دا شکونه راوپارول چې پاکستان د یو بې پرې منځګړي په توګه نه، بلکې د واشنګټن د یو پټ پیغام رسوونکي په توګه عمل کاوه.

    12 اپریل 2026

    د خواجه آصف د ټویټ حذف؛ بهرنی فشار او د پوځي رژیم دروني اختلافات

    11 اپریل 2026

    پاکستان؛ د بې‌ باورۍ په حصار کې د بې‌ واکه کوربه توب نندارچي

    10 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 14 اپریل 2026

    له کندهار څخه کابل ته د درملنې لپاره لېږدول شوې ماشومې ژوند له لاسه ورکړ

    روغتیایي سرچینې وایي، له کندهار ولایت څخه د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوې ماشومې…

    امريکا کې د لبنان او اسرائیل سفيران مخامخ لیدنه ترسره کوي

    14 اپریل 2026

    پاکستان له کومو ګواښونو سره مخ دی؟

    14 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    له کندهار څخه کابل ته د درملنې لپاره لېږدول شوې ماشومې ژوند له لاسه ورکړ

    14 اپریل 2026

    امريکا کې د لبنان او اسرائیل سفيران مخامخ لیدنه ترسره کوي

    14 اپریل 2026

    پاکستان له کومو ګواښونو سره مخ دی؟

    14 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،141 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،090 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،176 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.