امنیتي سرچینو هندوکشغږ ته ویلي، چې افغان ځواکونو نن ماښام د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ ناواپاس سیمه کې د فرضي کرښې پورې غاړه د پاکستاني ملېشو پر پوستو ځوابي بریدونه پیل کړي.
سرچینو زیاته کړې، چې په دغو بریدونو کې تر دې مهاله د پاکستاني رژیم یوه پوسته ویشتل شوې او اور پکې بل شوی دی.
د معلوماتو لهمخې، د دفاعي ځواکونه له خوا دا مهال پر پاکستاني پوستو د درنو وسلو بریدونه دوام لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځي رژیم له یوې خوا د چین په منځګړیتوب د مذاکراتو غوښتنه کوي، خو له بلې خوا د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پر عامو خلکو د توپونو ډزې کوي.
د امنیتي سرچینو په وینا، د پاکستاني رژیم د همدې دوه مخې توب له امله دفاعي ځواکونه هم پر پاکستانې ملېشو ځوابي بریدونه کوي او د خپل عمل په سزاء یې رسوي.
