ځایي امنیتي سرچینې هندوکشغږ ته وایي، چې د افغان ځواکونو له خوا د خوست غلام خان بندر کې د پاکستاني رژیم پر پوستو پیل شوي ځوابي عملیات لا هم دوام لري.
سرچینې زیاتوي، چې دغو عملیاتو کې د پاکستاني ملېشو دوه پوستې نیول شوي او د توپچي په نوم درېیمه مهمه پوسته تر محاصرې لاندې ده.
د ویلو ده، چې دغه عملیات د پاکستاني رژیم له خوا پر عامه سیمو توپچي بریدونو په ځواب کې پیل شوي او لا هم دوام لري.
