ځایي سرچینې وایي، افغان ځواکونو نن مازدیګر د کونړ دانګام ولسوالۍ د «تاریکی نار» سیمه کې د پاکستاني ملېشو پر یوې دفاعي پوستې ځوابي بریدونه کړي دي.
د سرچینو په وینا، دغو بریدونو کې د افغان ځواکونو له لوري درنې وسلې کارول شوي دي.
سرچینو پاکستاني ملېشو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نهدي ويلي.
د یادونې ده، چې افغان ځواکونو نن پکتیکا او خوست ولایتونو کې هم پر فرضي کرښه د پاکستانې ملېشو پر پوستو ځوابي بریدونه کړي دي.
ویل شوي، پاکستاني ملېشو له دغو پوستو د فرضي کرښې دې غاړې ته په پرتو سیمو د درنو وسلو ډزې کولې.


