ځایي امنیتي سرچینو هندوکش‌غږ ته ویلي، چې افغان ځواکونو نن (جمعه) مازدیګر ۴:۳۰ بجې، د کونړ ناړۍ ولسوالۍ اړوند تور کمر سیمه کې د فرضي کرښې پورې غاړه د پاکستاني ملېشو پر پوستو ځوابي بریدونه کړي.

سرچینې ویلي، چې دغه بریدونه او درنو وسلو پر مټ ترسره شوي؛ خو پاکستاني ملېشو ته د اوښتو تلفاتو په اړه یې څه نه‌دي ویلي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ هم په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو له خوا د پاکستاني ملېشو پر پوستو ځوابي بریدونه شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version