د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دی د خپلې مېرمنې ملانیا ټرمپ د هغو ناڅاپي څرګندونو له امله حیران شوی چې د جیفري اپسټین په اړه یې کړې دي.
ټرمپ دا موضوع د ځان لپاره یو ټکان ورکوونکی خبر بللی او ټینګار یې کړی چې مخکې له مخکې د ملانیا له دغه تصمیم یا د هغې د څرګندونو له جزیاتو خبر نه و.
د امریکا لومړۍ مېرمنې ملانیا ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د خپلو خبرو پر مهال هغه ادعاوې په کلکه رد کړې او دروغ یې بللي چې دا یې له جیفري اپسټین سره تړله.
هغې په ورته وخت کې له کانګرس څخه غوښتي چې د اپسټین د قربانیانو د غږ اورېدو لپاره ځانګړې غونډې جوړې کړي، ترڅو هغوی وکولای شي خپله شاهدي ورکړي.
