د ‏کرنې وزارت مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني وایي، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته افغان کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې هڅې لا هم دوام لري.

ښاغلي عثماني ویلي، چې دا مهال د هند، ایران او ازبکستان بازارونو ته د افغان کرنیزو محصولاتو صادرات په عادي ډول دوام لري.

نوموړي ویلي، چې افغاني تولیدات تر پخوا معیاري شوي او په بېلابېلو برخو کې د بازار موندې هڅې روانې دي.

له دې سره هم‌مهاله له پاکستان څخه راپورونه وایي، چې د لارو د بندښت له امله په ورځني ډول پاکستاني سوداګر تر څلور میلیونه امریکایي ډالرو زیان ګالي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version