عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د غزې سولې شورا مشر ملادینوف د غزې کړکېچ هوارولو او د ۲۰۲۵ کال اکتوبر هوکړې پلي کولو په موخه یوه نوې طرحه وړاندې کړې.
ویل شوي، د دې طرحې له مخې باید صهیونیست رژیم په ۶ میاشتو کې له غزې ووځي او په مقابل کې یې د حماس په ګډون ټولې فلسطیني جهادي ډلې خپلې وسلې یوې نړیوالې کمېټې ته وسپاري.
ملادینوف خبرداری ورکړی چې دا د غزې ژغورلو وروستی فرصت دی او که په راتلونکو ۲ اونیو کې پرې هوکړه ونه شي، په سیمه کې به یو ځل بیا «خونړۍ» جګړه پیل شي.
