د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان اوس مهال د خپلې اړتیا وړ ۶۰ سلنه اوړه په کور دننه تولیدوي.

د خبرپاڼې له‌مخې، دا مهال په هېواد کې د اوړو د تولید ۲۰۰ فابریکې فعالې دي، چې په کې ۲۵۰۰ تنو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې.

ویل شوي هېواد په کلني ډول شاوخوا ۶ میلیونه ټنه اوړو ته اړتیا لري، چې یوه برخه یې یادې فابریکې او پاتې یې د محلي ژرندو په‌واسطه تولیدېږي.

خبرپاڼې په پای کې راغلي، چې افغان حکومت د اوړو سکټور د پیاوړتیا په موخه له بهره څخه د غنمو پر وارداتو تعرفه کمه کړې ده. له هېواد څخه یې د غنمو پر قاچاق بندیز لګولی او هر کال له بزګرانو څخه اضافي غنم پېري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version