د آر ټي عربيک رسنۍ د راپور له مخې د يمن حوثي ځواکونو په سور سمندر کې د اوږدمهالې جګړې لپاره پرمختللې وسلې ځای پر ځای کړې دي.

سرچينه وايي، دوی توغندي، بې ‌پیلوټه الوتکې، رادارونه او نور پوځي تجهیزات د الحدیده، حجه، ریمه، ذمار، المحويت، اب او د تعز لوېدیځو سیمو ته انتقال کړي دي.

په همدې تړاو، د اسرائیل دفاع وزیر يسرائيل کاتس حوثیانو ته د سختو پایلو خبرداری ورکړی او څرګنده کړې یې ده، چې د اسرائیل غبرګون به یوازې پوځي نه؛ بلکې کلکه هوایي او بحري محاصره هم وي.

خو په ورته وخت کې حوثي چارواکي وایي، چې د فلسطین ملاتړ لپاره به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، څو د غزې جګړه او کلابندي پای ته ورسېږي.

ياده دې وي، چې حوثي ځواکونو نن هم په يوه بريد کې د اسرائیلو بن ګورين هوايي ډګر په نښه کړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version