Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»البانیا کې ناخبره ښځې د افغان ښځو پر ضد افواهات خپروي!
    لیکني

    البانیا کې ناخبره ښځې د افغان ښځو پر ضد افواهات خپروي!

    صابر افغانصابر افغان24 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    درې ورځې وړاندې د البانیا مرکز تیرانا کې له افغانستان څخه یو شمیر وتلې ښځې راټولې شوې وې؛ د دوی ځینو په ښکاره د ا.ا پر ضد خبرې کولې، خو له خبرو یې څرګندېده چې دوی د افغانستان له وضعیت څخه ناخبره وې او له افغانستان څخه د ځینو رسنیو په دروغجنو راپورونو یې استناد کاوه.

    دوی ملامتې نه وې ځکه دوی ته هغه څه ورسېدلي وو چې واقعیت نه وو او د ځینو مغرضو کړیو له خوا ورته په مغزو کې پیچکاري شوي وو.

    دغو ښځو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان ته د اوونۍ د څلویښتو میلیونو ډالرو لېږد بند کړي، ځکه د هغوی په وینا، دغه ډالر ا.ا ته ورکول کېږي او ا.ا ترې استفاده کوي؛ خو دوی له دې خبرې نه دي چې دغه ډالر ا.ا ته نه ورکول کېږي، بلکې دغه پیسې په کابل کې یو نړیوال بانک ته ورکول کېږي چې د هغوی له لوري ملګرو ملتونو او نورو مؤسساتو ته ورکول کېږي چې هغوی یې د خپلو کارکوونکو په معاشاتو، دفتري لګښتونو او افغانانو سره په بشري مرستو لګوي.

    د اوونۍ څلویښت میلیونو ډالرو کې ا.ا مداخله نه کوي او په هیڅ ډول د دوی لاسته نه ورځي؛ د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد هم موده وړاندې دغه مسئله روښانه کړې وه.

    بهر کې میشتو ښځو د دغو پیسو د لیږد مخالفت او دغه کنفرانس کې له افغانستان څخه ورغلو ښځو بیا د پیسو له لېږد سره مخالفت نه وو کړی، ځکه دوی پوهېږي چې د دغو پیسو یوه ډېره برخه په افغانستان کې په بشري مرستو مصرفېږي چې هغو کې افغان ښځې هم شاملې دي.

    په دوی کې هغه افغان ښځې هم شاملې دي چې د مؤسساتو له لوري په حمایه کېدونکو روغتونونو کې ولادت ورکوي او ژوند یې ژغورل کېږي او ځینې یې مالي مرستې هم ترلاسه کوي.

    د څلویښتو میلیونو ډالرو په اړه په بهر کې د مېشتو افغان ښځو غبرګون ته سړی حیران شي چې دوی ولې د هغو پیسو بندېدل غواړي چې لږ تر لږه د یو څو افغان ښځو ژوند په داخل د افغانستان کې ژغوري او یا دا چې دغه پیسې یو څو افغان کورنیو ته د نفقې وسیله ګرځېدلې ده؛ خو معلومه ده چې دوی ناخبره دي او له حالاتو ناسم معلومات لري او یا ورکول شوي دي.

    دوی له ا.ا سره د دښمنۍ له امله دلته په افغانستان کې له نورو عامو افغانانو سره دښمني کوي او ځپل یې غواړي؛ دوی په دې ډول په دې ناخبرۍ کې په البانیا کې د افغان ښځو پر ضد راټولې شوې وې او ویې ښوده چې د افغانستان له وضعیت څخه پوره خبرتیا نه لري.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۳/۲۱ ھ ق.
    راتلونکي مقاله په څلورو ولایتونو کې د شپږو کرنیزو کمپلکسونو د جوړولو طرحه تاييد شوه

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    د ښځو حقوق؛ هغه مسئله ده چې له ډېر پخوا راهیسې یې معنی او مفهوم…

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.