Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»الجزیرة: افغان ولس د جنګسالارانو او مفسدو همه شموله حکومت نه غواړي
    لیکني

    الجزیرة: افغان ولس د جنګسالارانو او مفسدو همه شموله حکومت نه غواړي

    صابر افغانصابر افغان18 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    محمد فیصل

    الجزیرې په افغانستان کې د همه شموله حکومت جوړېدو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.د مقالې لیکوال وایي، نه طالبان او نه د افغانستان خلک غواړي چې واک له جنګسالارانو او مخکنیو مفسدو چارواکو سره شریک شي.لیکوال عبیدالله بهیر وایي، په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان له امریکایي یرغل او د بن له کنفرانس وروسته چې په افغانستان کې نوی حکومت جوړ شو، نو تبعید شویو او مخکنیو جنګسالارانو ته د واک شریکولو یو نوی پېل او فرصت په لاس ورغی، خو دغه همه شمولیت جنګسالارانو ته د دوی له جرمونو څخه معافیت ورکړ او د دولت جوړونې هڅې ناکامې شوې.لیکوال وایي، دغه جنګسالارانو له طالبانو سره د سولې فرصت هم له لاسه ورکړ.د لیکوال په وینا، په طالبانو د همه شمولیت له پاره فشار راوستل د یو بل بن د تجربې د تکرار هڅه ده.”د افغانستان خلک په افغانستان کې د جنګسالارۍ له بېرته راتګ څخه وېره لري.”په هغو تښتېدلو جنګسالارانو کې چې بېرته افغانستان ته راتګ او واک ترلاسه کولو ته یې سترګې نیولې دي، یو یې په جنسي ځورونې او جنګي جرایمو تورن عبدالرشید دوستم دی. بل یې عبدالرسول سیاف دی چې د افشارو په عام وژنه کې لاس لري.درېیم شخص د مړ شوي جنګسالار احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود دی چې پلار یې د کابل جګړو او د افشارو عام وژنه کې لاس درلود.له پورته یادو شويو او نورو جنګسالارانو او د تیر حکومت له مفسدو چارواکو څخه د افغانستان خلک ښه خاطره نه لري او نړیوال هم باید په امارت د همه شمولیت په نوم په حکومت کې د جنګسالارانو او مفسدو چارواکو ځایولو له پاره فشار رانه وړي، څو د بن له کنفرانس وروسته ناکامه تجربه بیا تکرار نه شي.

    مخکینۍ مقالهد افغان دولت د مخالفت سربېره؛ په دوحه کې نن د افغانستان اړوند غونډه پیلېږي
    راتلونکي مقاله د افغان حکومت له ګډون پرته د دوحې غونډه ناکامه ده

    مربوطه لیکنې

    د رسمیت پېژندنې لپاره د ایران ګام؛ د مخالفینو اندېښمنوونکی او منزوي راتلونکی

    17 فبروري 2026

    د جبهو او ګوندونو د وېشل کېدو څپه د درېدو نه ده

    16 فبروري 2026

    د شل کلنې ناکامۍ د تکرار انتخاب؛ مخالفین لا هم په ډیموکراسۍ باور لري

    10 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 17 فبروري 2026

    د رسمیت پېژندنې لپاره د ایران ګام؛ د مخالفینو اندېښمنوونکی او منزوي راتلونکی

    له هغې وروسته چې افغانستان کې د اسلامي نظام مسؤلینو د هېواد واګې په لاس…

    د جبهو او ګوندونو د وېشل کېدو څپه د درېدو نه ده

    16 فبروري 2026

    د افغانستان د مهمو مسایلو په تړاو د مخالفینو بې منطقه نیوکې او تحلیلونه

    15 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د رسمیت پېژندنې لپاره د ایران ګام؛ د مخالفینو اندېښمنوونکی او منزوي راتلونکی

    17 فبروري 2026

    د جبهو او ګوندونو د وېشل کېدو څپه د درېدو نه ده

    16 فبروري 2026

    د افغانستان د مهمو مسایلو په تړاو د مخالفینو بې منطقه نیوکې او تحلیلونه

    15 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،105 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،058 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،116 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.