دغه څرګندونې د قطر هېواد د لومړي وزیر مرستیال او په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر “محمد بن عبدالعزیز الخلیفي” د یوه پلاوي په مشرۍ د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان په اړه هره کېدونکې غونډه د افغان حکومت له حضوره پرته پایله نه لري.

الخلیفي زیاته کړې، چې قطر غواړي، د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو په رغولو او پیاوړي کولو کې مثبت رول ولري.

ټاکل شوې، چې د جون له ۳۰مې د جولی تر لومړۍ نېټې د قطر په پلازمېنه “دوحه” کې د افغانستان په اړه ناسته ترسره شي، چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او ملګرو ملتونو استازي به په کې ګډون کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د جوزا په لومړۍ نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د “دوحې” ناستې لپاره یې د افغان حکومت چارواکو ته رسمي بلنه ورکړې ده.

بل لور ته بیا افغان حکومت د “دوحې” تېر کنفرانسونه د افغان حکومت له ګډون پرته نیمګړي بللي او ټینګار یې کړی، چې د دوی د شرایطو تر منلو وروسته به په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

څه موده وړاندې هم په “دوحه” کې د افغانستان په اړه ناسته تر سره شوې وه، چې د افغان حکومت استازو په کې ګډون نه و کړی او ناسته هم بې پایلې پای ته رسېدلې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version