د القاعدې اسلامي تنظیم د پوځي څانګې، حرکة الشباب المجاهدین ځواکونو رسنیز ادرس «وکالة شهادة الاخباریة» خبر ورکړی چې، الشباب ځواکونو د سومالیې په پلازمېنه موګادیشو کې د حکومتي ملېشو پر یوه پوځي مرکز چاودنه ترسره کړې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادې چاودنې له امله دوو تنو ته مرګژوبله اوښتي ده.
د یادونې وړ ده چې، په دې وروستیو کې سومالیا کې د حکومتي ملېشو پر وړاندې د الشباب ځواکونو عملیات د پام وړ ډېر شوي دي.