Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»امرالله صالح خپلې نوې جبهې ته د آزادي او مقاومت جبهو څخه سربازګيري کوي
    راز

    امرالله صالح خپلې نوې جبهې ته د آزادي او مقاومت جبهو څخه سربازګيري کوي

    صابر افغانصابر افغان6 جنوري 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    هندوکش‌غږ د خپلو موثقو سرچينو څخه معلومات ترلاسه کړي چې امرالله صالح څه موده وړاندې د ظاهر اغبر، غلام بهاء الدين جيلاني او ایوب سالنګي په شمول د مقاومت جبهې له ځينو نورو ناراضه کسانو سره په يوه غونډه کې د نوې جبهې د پرانستلو پرېکړه کړې وه، خو اوس‌مهال خپلې جبهې ته په شدت سره د سربازګيري په حال کې دی.

    د هندوکش‌غږ د ترلاسه شوو معلوماتو په اساس دغه سربازګيري د تمې خلاف له نورو جبهاتو په ځانګړي ډول د آزادي او مقاومت جبهو څخه تر سره کيږي.

    د سرچينو د معلوماتو په اساس صالح په دې وروستيو کې د جليل په نوم د آزادي جبهې د يو مهم کس سره تماس نيولی دی او هغه يې دې ته هڅولی دی چې د آزادي جبهې څخه جدا او د روند سبز د نوې جبهې سره يو ځای شي؛ معلومات ښيي چې صالح د آزادي جبهې نوموړي کس ته د آزادي جبهې په نسبت د ډيرو پيسو او امکاناتو د ورکړې وعده هم ورکړې ده.

    د هندوکش‌غږ معلومات ښيي چې امرالله صالح يو بل کس ته چې ظاهراً د مقاومت جبهې سره تړاو لري؛ په يوه اړيکه کې په دې ډير ټينګار کوي چې له دې اړيکې او کار څخه په هيڅ صورت کې د مقاومت جبهې کسان خبر نه‌ شي.

    دا چې آيا امرالله صالح به وتوانېږي تر څو د مقاومت او آزادي جبهو کسان په خپل اعتماد کې واخلي او که نه؟ او آيا امرالله صالح به د يادو جبهو په نسبت خپلو ملګرو ته ښه مالي امکانات او پيسې برابرې کړي که نه؟ په اړه يې قضاوت له وخت مخکې خبره ده.

    خو له دې نویو افشا ګيريو څخه دا څرګندېږي چې په دې وروستيو کې د طالبانو د مخالفو جبهاتو، شوری ګانو او سياسي څهرو تر منځ اختلافات خپل اوج ته رسېدلي دي؛ ځان غوښتنې، د انحصار طلبۍ سياستونه، د امتيازاتو په سر مخالفتونه او تر منځ يې د مختلفو بهرنیو استخباراتي سازمانونو نفوذ د دې مانع دی چې حتی د يوې لنډې مودې لپاره هم يو له بل سره جوړجاړي او اتحاد ته دوام ورکړي.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
    راتلونکي مقاله هند: د پاکستان له لوري پر افغان خاوره بريد غندو

    مربوطه لیکنې

    پاکستانی پوځ په اسرائیلي جنایتکاره جامه کې

    26 فبروري 2026

    پاکستانی پوځ په اسرائيلي جنایتکاره جامه کې

    26 فبروري 2026

    د اکرام الدین سریع د قتل پټ او نا‌څرګند حقایق؛ ولې او څنګه ووژل شو؟

    30 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 17 مارچ 2026

    د ترکیې د اتحاد العلماء والمدارس بنسټ عمومي منشي، محمد عذیر: له افغانستان څخه په ذلت شړل شوې امریکا د خپلې نیابتې قوې له لارې له افغانانو غچ اخلي

    د ترکیې د اتحاد العلماء والمدارس بنسټ عمومي منشي، محمد عذیر کابل کې د روږدو…

    ليکوال او شنونکی عبدالسلام وزیروال: روان وضعیت به ډېر ژر افغانستان د يوې بشپړې پیاوړتیا پر لور یوسي

    17 مارچ 2026

    هند کابل کې د روږدو پر روغتون بريد بزدلانه او غير انساني عمل وباله

    17 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ترکیې د اتحاد العلماء والمدارس بنسټ عمومي منشي، محمد عذیر: له افغانستان څخه په ذلت شړل شوې امریکا د خپلې نیابتې قوې له لارې له افغانانو غچ اخلي

    17 مارچ 2026

    ليکوال او شنونکی عبدالسلام وزیروال: روان وضعیت به ډېر ژر افغانستان د يوې بشپړې پیاوړتیا پر لور یوسي

    17 مارچ 2026

    هند کابل کې د روږدو پر روغتون بريد بزدلانه او غير انساني عمل وباله

    17 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،123 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،145 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.