Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»امرالله صالح چې د CIA، داعش او مافیايي کړیو سره يو ځای و، اوس ولې د امريکا پر ظلمونو خبرې کوي؟
    تورې څېرې

    امرالله صالح چې د CIA، داعش او مافیايي کړیو سره يو ځای و، اوس ولې د امريکا پر ظلمونو خبرې کوي؟

    صابر افغانصابر افغان17 مې 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په ۲۰۱۵م کال کې د تېر پرځېدلي جمهوريت د هاغه وخت د کورنیو چارو وزیر جنرال نورالحق علومي په يوه غونډه کې یوې مهمې موضوع ته اشاره کړې وه او ويلي یې و چې په شمال کې د نا امنیو تر شا زموږ «دوستان» دي؛ خو نه یې نور خپله وضاحت ورکړ او نه د هاغه وخت ولسمشر او ولسې جرګې سپيناوی ترې وغوښت چې د یادې قضیې تر شا څوک او ولې یې نا امني رامنځته کړې ده؟ د علومي دا خبره چې په شمال کې نا امني دوستانو رامنځ ته کړې د پلټنې او غور خبره وه؛ نوموړي جنرال هاغه وخت ويلي وو چې په شمال کې د ټلوالې مسلحې ملېشې د نا امنیو زېږنده دي.

    په شمال کې مېشت پښتانه د تېر جمهوري نظام د حکومت له پیل تر پرځېدا له هر ډول بنسټیزو حقونو څخه لرې او بې برخې پاتې شوي وو؛ په کندوز او نورو شمالي ولایتونو کې د عطاء نور او امرالله صالح سربېره د نورو ځايي قومندانانو د ملېشو له ظلمونو ځایي خلک په ځانګړې ډول پښتانه تر پوزې راغلي وو او په کندوز کې د قومندان میر علم چې د امرالله صالح له لورې یې هر اړخیز ملاتړ کېده د ظلمونو داستانونه یې خورا مشهور او بې بېلګي دي چې په یوه شپه کې یې ۲۶ تنه بې ګناه هېوادوال شهيدان او کورنۍ یې د غم په ټغر کېنولې.

    په دې وروستیو کې د امرالله صالح هغه څرګندونې چې امریکا او لوېدیځ هېوادونه یې د افغانستان د دوو تاریخي خیانتونو مسؤول بللي؛ نوموړي په یوه کنفرانس کې ادعا کړې چې امریکا دوه ځله له افغان ملت سره ستر خیانت کړی چې یو ځل د ۱۹۹۰ لسیزې په پیل او بل ځل د ۲۰۲۱ په اګست کې؛ معنا دا چې دوی د افغانستان اشغال د بهرنيو اشغالګرو مسلم حق ګاڼه او دا ادعا یې د غلامۍ هغه حد دی چې د مسلمانانو خاوره (افغانستان) یې د کفري اشر باڼو د آسونو تر قدمونو لاندې پلور ته وړاندې کړی و او د همدغو داخلي خاینانو د خیانت محصول دی چې ناټو پر افغانستان ډاډه یرغل وکړ او دوی د ځمکنيو قواوو او کوردیناتو په ورکولو سره د صليبي جګړې ترڅنګ د اسلام پر خلاف ودرېدل.

    امرالله صالح له CIA سره د نږدې اړیکو له امله ځانګړی شهرت لري، د هغوی تر روزنې لاندې ستر شوی او د اشغال پر مهال د همدې امريکايانو له لوري په تېر جمهوري نظام کې په لوړو بستونو (داخلې وزير، استخباراتو عمومي رئیس، خارجي کشف رئیس…) کېنول شوی و؛ یادې منفورې څهرې تر لوړو بستونو رسېدل کوم بل کمال نه درلود، يوازينی کمال یې دا و چې د روسیې د اشغال پر مهال يې د احمد شاه مسعود ترڅنګ د CIA لپاره د جاسوسۍ فعاليتونه ترسره کول او د همدې CIA په پیسو او د هغوی د لابیګري په وجه تر همدې ځايه ورسېد، نن څنګه د امریکا پر ضد خبرې کوي؛ ياده چاره نه دا چې د خندا وړ ده، بلکې د ولسونو د تېر اېستلو او د خپل ځان د سپین ثابتولو یوه ناکامه هڅه ده. ځکه امرالله صالح د هغو حلقو برخه و چې د امریکايي ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره یې د افغانستان په سیاسي، استخباراتي او امنیتي جوړښتونو کې مهم رول لاره.

    له غني تر صالح او نور هغه چارواکي چې د تېر جمهوري نظام برخه پاتې شوي و؛ له فساد، بې عدالتیو، قومپالنې او نورو بلها ناکامیو تر ټولو لوی مسؤولين ګڼل کېږي، خو اوس چې جمهوريت سقوط کړی، پر بهرنیانو نیوکې کول یې معمول ګرځېدلی او د خپلو ناکامیو پټولو لپاره د تېښتې یوه اسانه لاره ګڼي.

    امرالله صالح اوس په دې هڅه کې دی چې د تاریخ حافظه تحریف او داسې انګېرنه رامنځته کړي چې د کابل د ادارې په سقوط کې یوازې امریکا مسؤله وبلي. حال دا چې د نوموړي په مشرۍ استخباراتي ادارو په خپله د عامو خلکو پر وړاندې د بې‌عدالتیو، هدفي وژنو، توقیفونو او شکنجو اوږد تاریخ لري.

    بېلابېلو نړيوالو څېړنيزو بنسټونو تائید کړې ده چې په شمال او ختیځ کې د داعش مرکزونه د امرالله صالح تر سيوري لاندې پراخ شول؛ د شواهدو او سیمه‌ییزو راپورونو له مخې، د تېر جمهوري نظام په وخت کې اوسني سرپرست حکومت د داعش پر وړاندې په ځینو شمالي (سرپل، جوزجان او بدخشان) ولايتونو کې عملیات پیل کړي وو، خو د هغه وخت ملي امنيت او دفاع وزارت د هلیکوپټرو په مرسته د داعش غړي وژغورل او خوندي ځایونو ته یې انتقال کړل. دا ډول پېښو د خلکو تر منځ پراخ بحثونه راپارولي وو.

    په بدخشان کې هم طالبانو څو ځله د داعش ضد عملیات پیل کړي وو، خو ځینې راپورونه وايي چې د ملي امنیت ادارې د دوی پر ضد جدي اقدام نه کاوه، بلکې د هغوی د بقاء لپاره د پردې شاته اقدامات شوي وو او ځینو سیمه‌ییزو مشرانو، دیني عالمانو او حتا پخوانيو دولتي چارواکو او د ولسي جرګې وکيلانو (ظاهر قدير…) هم تائيد کړې وه چې د بدخشان او ختیځ ولايتونو په ځینو غرنیو ولسوالیو کې د داعش تمویل د همغو استخباراتي شبکو له خوا کېده چې د امرالله صالح سره یې اړیکې لرلې.

    پورتني ټول دلايل د‌ دې ښکارندويي کوي چې امرالله صالح او ورته نور اشخاص اوس له واقعیتونو تېښته کوي، او د امریکا یا اوسني سرپرست حکومت پر ضد بې‌ اساسه تورونه لګوي، ترڅو خپله تېره ماضي د همدې دلايلو پر مټ پټه کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد عدليې وزير د سن‌ پټرزبرګ‌ په نړيوال حقوقي فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته روان شو
    راتلونکي مقاله ترکیه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو پايله؛ اوکراين او روسيه زرګونه جنګي اسیران تبادله کوي

    مربوطه لیکنې

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.