امريکايي سناتور لینډسي ګراهام ويلي ډونالډ ټرمپ دې د ایران پر اتومي تأسیساتو برید وکړي، له سیاسي لارې د ایران د اټومي پروګرام له منځه وړلو چانس په ټریلیون کې یو دی؛ خو د امریکا په ملاتړ د اسرائيلو پوځي اقدام له لارې یې احتمال ۹۰ سلنه دی.
ګراهام زياته کړې چې ټرمپ سره به په دې اړه مشوره هم وکړم د ایران حکومت په اوس وخت کې ډېر کمزوری شوی دی او ښه فرصت دی چې بريد پرې وشي.
ګراهام چې په متعصب امريکايي سناتور هم مشهور دی وخت ناوخت د مسلمانانو او غزې په اړه هم کرکجنې څرګندونې کوي چې له ډېرو غبرګونونو سره مخ کېږي.