Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد لارویان له شرمناکې ماتې وروسته، بې سوژې شوي
    لیکني

    د شر او فساد لارویان له شرمناکې ماتې وروسته، بې سوژې شوي

    صابر افغانصابر افغان21 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د شر او فساد لارویان د درې کلونو په تېرېدو، په هره برخه کې له شرمناکې ماتې سره مخ شوي، له خپل ټول توان سره – سره ونه توانېدل چې په هېواد کې یوه لوېشت خاوره ونیسي، د اړتیا تر کچې یې د سیمې او نړۍ ملاتړ هم ترلاسه نه کړ، په ولس کې هم تر پخوا لا منفور شول؛ اوس مهال په بې سارې کچه بې سوژې شوي او نه پوهېږي چې په څه ډول د طالبانو په خلاف تبلیغاتو له لارې، نړۍ ته د افغانستان شته انځور ناسم وښيي او د ولس او حکومت تر منځ واټن رامنځ ته کړي.

    نه تنها چې د شر او فساد لارویان بې سوژې شوي، بلکې د طالبانو مخالفې رسنۍ، چې د بهرنیو استخباراتي سازمانونو او شر او فساد لخوا یې ملاتړ کېږي، هم بې سوژې شوي او له ورته انجام سره لاس او ګرېوان دي.

    که د افغانستان په څلوېښت ميليونه نفوس کې چیرته هم يو څوک د موټر په ټکر، د ګاز ډبې د چاودنې، جنايي پېښې، شخصي دښمنۍ او يا هم نورو غیر سیاسي پېښو له امله ژوند له لاسه ورکوي، بغاوتګر او بې سوژې رسنۍ یې وژل کېدل طالبانو ته منسوبوي؛ اصلاً له دې لارې غواړي چې ولس پر حکومت بې باوره کړي او واټن رامنځ ته کړي.

    که د نړۍ هغه هېوادونو ته ځیر شو، چې په ټوله نړۍ کې د امنیتي وضعیت د ښه والي له امله، په درجه بندۍ کې له لسو غوره هېوادونو شمېرل کېږي، بیا هم په کې د جنايي پېښو له امله هره ورځ لسګونه تنه خپل ژوند له لاسه ورکوي.

    دا منل شوې خبره ده، کله چې په هېواد کې امنيت تأمين وي، د شر او فساد ډلو د تخريبي فعاليتونو مخه نیول شوې وي او مياشتې، مياشتې امنیتي پېښې د رسنیو سرټکي نه وي، بیا د موټرو ټکرونه، د ګاز ډبې چاودنې او نورې جنایي پېښې د دولت د مخالفينو لپاره د منفي تبلیغاتو موقع او سوژه وي، له دې سوژې په استفاده غواړي عامو وګړو ته وښيي چې په هېواد کې لا هم حالت سم نه دي او هره ورځ د وژنې راپورونه شته.

    په نوره نړۍ کې جنايي جرمونه او مرموزې وژنې يو عادي مسئله ده، خو څومره چې د طالبانو مخالفي رسنۍ د سوژې په ډول پوښښ ورکوي، کم ساري دي؛ ځکه له کله چې بې سوژې شوي، نو جنايي پېښې هم حکومت ته منسوبوي. د افغانستان اوسنی وضعیت د جنايي پېښو په لحاظ هم تر ډېرو هېوادونو بهتر دی، ځکه په نوره نړۍ کې دغه ګراف خورا لوړ دی؛ د اسټراليا “ایس بي سي” رسنۍ په (۲۰۲۴م) کال کې، د جنايي جرمونو، مرموزو وژنو او نورو جرمونو اړوند د (۱۴۶) هېوادونو ارقام را ټول او تحليل کړي دي، په دې خپرو شويو ارقامو کې وينزويلا د (۱۴۶) هېوادونو په ډله کې لومړی، د افريقا پاپونيګينا دوهم، هاتي دريم او ورپسې نور هېوادونه هم دي، په دې ډله کې ايران، ترکيه او امريکا هم ياد شوي دي.

    په افغانستان کې ځکه جنايي پېښو ته سیاسي رنګ ورکول کېږي، چې د طالبانو حکومت د پرمختګ په حال کې دی، له سیمې او نړۍ سره یې ورځ تر بلې اړیکې پراخېږي، بیا رغونه روانه ده، د حکومت او ولس تر منځ واټنونه پر کمېدو دي، چې له امله یې شر او فساد خپله دایمي ناکامي حس کړې؛ دوی به حتمي هڅه کوي چې له افغانستان څخه ناسم انځور وړاندې کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد یمن حوثيان: پر اسرائیلي بېړیو سمندري بریدونه کموو
    راتلونکي مقاله امريکايي سناتور ګراهام: ټرمپ دې د ايران پر اټومي تاسیساتو بريد وکړي

    مربوطه لیکنې

    د لندن ناسته؛ د مخالفينو اختلافات یې حل که ور زيات کړل؟

    13 سپتمبر 2026

    په غرب کې د مېشتو کسانو ناستې؛ سیاسي نندارې او ناندرۍ

    12 سپتمبر 2026

    له هېواد څخه د بهر ناستو د ماتې لاملونه؛ ناکام نسل او زاړه فکرونه

    8 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سل ثانیې خبر 14 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    ورځ او نېټه: دوشنبه، ١۴۰٥/٦/٢٣ھ‌ش.#هندوکش‌غږ

    د نن دوشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٣ مه.#هندوکش‌غږ

    14 سپتمبر 2026

    کندهار کې د ۲۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د مسافر وړونکي ترمینل د نویو تاسیساتو پروژه پیل شوه

    14 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    14 سپتمبر 2026

    د نن دوشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٣ مه.#هندوکش‌غږ

    14 سپتمبر 2026

    کندهار کې د ۲۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د مسافر وړونکي ترمینل د نویو تاسیساتو پروژه پیل شوه

    14 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،255 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.