الجزیره انګليسي څانګې راپور ورکړی، چې ټاکل شوې واشنګټن کې د لبنان سفیره ندا حماده او د اسرائیلو سفیر یخییل لایټر مخامخ لیدنه ترسره کړي.
سرچینې ويلي دا کتنه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خپاره شوي مهالویش پر اساس، د ځایي وخت له مخې د سهار په ۱۱ بجو پلان شوې او دواړه لوري غواړي چې د روان وضعیت په اړه مخامخ خبرې پیل کړي.
پر لبنان د اسرائیلي رژيم وروستيو خونړي بريدونو په نړيواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي او د دواړو لوريو ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه شوې ده.


