د امریکا سنا جرګې غړي، لینډسي ګراهم په تازه څرګندونو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو کړکېچونو د حل په برخه کې د پاکستان پوځي رژیم پر منځګړیتوب نیوکه کړې.

ګراهم ویلي، پوځې رژیم د امریکا او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د باور وړ نه دی او اړتیا ده چې بل منځګړی وټاکل شي.

نوموړي زیاته کړې چې د پاکستاني رژیم چلند د دې لامل شوی چې مذاکرات څرګند پرمختګ ونه لري.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې ایراني چارواکو هم د پاکستان پوځي رژیم پر منځګړي رول نیوکې کړې وې او ویلي یې و چې دغه رژیم په ښکاره د امریکا ملاتړ کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version