د کابل ښاروالۍ ویلي، چې د کابل ښار له ۲۲ګونو ناحیو څخه راټول شوي ۴۶زره او ۸۱۰ کیلو ګرامه بې‌کیفیته او تاریخ تېري خوراکي او غیر خوراکي توکي یې له منځه وړي دي.

د معلوماتو له مخې، په دغو توکو کې شیدې، ملایي، بیسکویټ، غوړي، پنیر، د لوبیا او ماهي کنسرو، د رومي بادنجانو روب، چپس، پاپړ، شامپو، صابون او د مینځلو او څښاک مواد شامل دي.

کابل ښاروالۍ له ښاریانو غوښتي، چې د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرلو پرمهال د هغو نېټې او کیفیت ته په کلکه پام وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version