Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»امریکا غواړي چې، د افغانستان او ازبکستان اړیکې ترینګلې کړي
    لیکني

    امریکا غواړي چې، د افغانستان او ازبکستان اړیکې ترینګلې کړي

    عمران آغاعمران آغا28 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    تبصره: دوکتور امین الله امیني

    د رسنیو د راپورونو پر بنسټ امریکا او ازبکستان موافقه کړې چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه له افغانستانه تښتول شوې الوتکې ازبکستان ته ورکوي.

    د امریکا متحدو ایالتونو او ازبکستان په دې سره موافقې ته رسېدلي چې د ۲۰۲۱م د اګست په ۱۵مه د افغان پیلوټانو له لوري تښتول شوې پوځي الوتکې ازبکستان ته پرېېښودل شي.

    جاناتن هینک په ازبکستان کې د متحدو ایالتونو سفیر ازبک کان خبري اژانس ته تائید کړې چې متحد ایالتونه او ازبکستان د افغانستان د تېر پرځېدلي نظام د ملي اردو د هوايي ځواک جنګي جېټ الوتکو او پوځي څرخکو د وضعیت په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

    له سفیرهینک څخه یوه پوښتنه مطرح شوې: ایا د افغانستان الوتکې به په ازبکستان کې پاتې شي؟ هینک د پوښتنې په جواب کې ویلي:”پوځي وسایط به په ازبکستان کې پاتې شي، په دې مخکې لا موافقه شوې ده”.

    هینک رسنیو ته دا هم ویلي:«فعلاً چې په ازبکستان کې کوم وسایط حضور لري، هیڅکله د افغانانو نه وو، بلکې په امریکا پورې یې تړاو درلود».

    د اګست په ۱۵مه چې، اسلامي امارت د افغانستان بشپړ کنټرول ترلاسه کړ، افغان پیلوټانو ګڼ شمېر جنګي الوتکې او پوځي چورلکې ازبکستان او تاجکستان ته وتښتولې چې لا هم په دغو دوو هېوادونو کې دي.

    بلخوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي چې، په دې وروستیو څو ونیو کې اسلامي امارت ښه ډېپلوماټيک پرمختګونه لرلي دي.

    ښاغلی فطرت په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت د سفیر منل کېدل او په قزاقستان کې د اسلامي امارت د شارزدافیر معرفي کېدل او هېواد ته د ازبیکستان د لومړي وزیر سفر له ښو ډپيلوماټیکو پرمختګونو یاد کړي دي؛ فطرت زیاته کړې چې، دا د دې څرګندونه کوي چې، د اسلامې امارت بهرنی سیاست د پراختیا په درشل کې ده.

    په تېره یوه میاشت کې د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکو هم ایران، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفرونه کړي دي.

    له چین وروسته متحده عربي امارات دویم هیواد وو چې، د اسلامي امارت د سفیر په توګه يې د بدرالدین حقاني باورلیک ومانه؛ د چارواکو په وینا، تر اوسه په نورو هیوادونو کې د اسلامي امارت نږدې څلوېښت استازولۍ فعالې دي.

    شنونکي وايي، دا چې امریکا له افغانستانه تښتول شوې الوتکې ازبکستان ته ورکوي، دا په دې معنی ده چې، امریکا اوبه خړوي، خپله پکې ماهیان نیسي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبلوچان ولې پنجابیان په نښه کوي؟
    راتلونکي مقاله پکتیا او کندهار کې د کوکنارو او چرسو سلګونه جریبه کښتونه له منځه وړل شوي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفينو د شعاري يووالي واقعیت

    14 مارچ 2026

    مخکښ پاکستانی خبریال، احمد نوراني: زموږ سره د عاصم منیر په څېر د هېواد پلورونکو، ضمیر پلورونکو او مفاد پرستو خلکو هېڅ کمی نشته

    13 مارچ 2026

    د پاکستاني پوځي رژیم د ناکامۍ روڼ انځور

    13 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 18 مارچ 2026

    بلوڅ وسله والو په دوه جلا بريدونو کې ۱۰ پاکستاني پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    د بلوڅو بیلتونپالو نشراتي ادرس اشوب راپور ورکړی، چې د دې ډلې (بي اېل اېف)…

    پخوانی پاکستانی سياستوال الطاف حسین: د بهرنیو قوتونو په اشاره پر افغانستان بریدونه د اندېښنې وړ دي او روان حالات د پاکستان لپاره جدي ګواښ رامنځته کولای شي

    18 مارچ 2026

    پاکستانی سياستوال، ليکوال او څيړونکی رحيق عباسي: د پاکستان نسلونه نسلونه به د سلګونه بېګناه افغان مسلمانانو د شهادت درنه بيه پرې کړي

    18 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلوڅ وسله والو په دوه جلا بريدونو کې ۱۰ پاکستاني پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    18 مارچ 2026

    پخوانی پاکستانی سياستوال الطاف حسین: د بهرنیو قوتونو په اشاره پر افغانستان بریدونه د اندېښنې وړ دي او روان حالات د پاکستان لپاره جدي ګواښ رامنځته کولای شي

    18 مارچ 2026

    پاکستانی سياستوال، ليکوال او څيړونکی رحيق عباسي: د پاکستان نسلونه نسلونه به د سلګونه بېګناه افغان مسلمانانو د شهادت درنه بيه پرې کړي

    18 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،123 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،146 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.