نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې امریکا له جاپان څخه په لوړه کچه غني شوي ۱.۷ ټنه یورانیم ترلاسه کړي دي.

د راپورونو له مخې، دغه یورانیم د نوي نسل اټومي راکټورونو لپاره مهم سونګ بلل کېږي او د اټومي انرژۍ په پرمختللو پروژو کې د کارونې وړ دي.

ویل شوي، امریکا ته د دغې کچې یورانیمو لېږد د دغه هېواد د اټومي امنیت ادارې په تاریخ کې بې‌ساري دي.

هېره دې نه‌ وي چې جاپان د نړۍ لومړنی هېواد دی چې پرې د دویمې نړۍوالې جګړې پرمهال د امریکا له لوري اټومي بمونه غورځول شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version